انصار (جمعه، د سنبلې ۲۴مه)، په دې لوبه کې، چې تېره ورځ ترسره شوه پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۲منډو هدف وټاکه. د پاکستان توپ وهنه دوه ځله د باران له کبله وځنډېده چې په پایله کې یې د لوبې اورونه هم ۴۲ ته راښکته شول.
په دې لوبه کې، چې تېره ورځ ترسره شوه پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۲منډو هدف وټاکه.
د پاکستان توپ وهنه دوه ځله د باران له کبله وځنډېده چې په پایله کې یې د لوبې اورونه هم ۴۲ ته راښکته شول.
سریلانکا لوبډلې په ۴۲ اورونو کې د ۲۵۲ منډو هدف پوره کولو لپاره ښه پیل وکړ او سیالۍ یې په وروستي بال وګټله.
که څه هم په وروستي اوور کې بریا ته ۸ منډې پاتې وې؛ خو پاکستاني توپ اچوونکي زمان خان یې دفاع ونشوه کړی.
پاکستان تر دې وړاندې له هند څخه هم په ستر توپیر ماتې خوړلې وه.
د یادونې وړ ده چې سریلانکا لوبډله تر دې وړاندې هم ۱۰ ځلې د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته وتلې.
د دغو سیالیو پای لوبه به د سپټمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د هند او سریلانکا ترمنځ ترسره شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27002